خبرونهامنیت

خوست  کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل، د غوایی ۲ مه، باختر

د خوست امنیه قومندانۍ د دغه ولایت په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته منلې، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست کشفي منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پرون د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په حسن زیو کلي کې یو ماشوم چې د خوست ښار له ماټي خان مارکېټ څخه تښتول شوی و د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی  دی. 

سرچینې زیاته کړې چې انسان تښتوونکي له سیمې تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته