سیاستخبرونهTOP

حنفي: د نشه يي توکو د کښت، کارونې او قاچاق مخنیوي په برخو کې بزګرانو ته بدیل برابرول مهم دي

کابل / د وري ۹ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له عمومي مسوول اچیم سټینر په مشرۍ راغلي پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له هغوی څخه د بشري مرستو د دوام او انکشافي مرستو د پیلولو هیله وکړه  او د هغو دوام یې بهر ته د افغانانو د کډوالۍ او د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي لپاره مهم وباله.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې عمومي مسوول اچیم سټینر وویل، افغانستان په دغو سختو شرایطو کې لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او د خپلې ادارې له لوري یې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

مولوي عبدالسلام حنفي تعامل، همغږي او همکاري د پرمختګ لپاره مهم وبلل او ویې ویل: د نشه یي توکو د کښت، استعمال او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري او بزګرانو ته د بدیل برابرول مهم دي.

نوموړي د بشري مرستو په وېش کې پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل: نړیوالې ادارې دې له سکتوري وزارتونو سره په ګډه مستحقین تشخیص او په دې برخه کې همغږي زیاته کړي، لرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته دې هم بشري مرستې ورسول شي. هغه زیاته کړه، له سکتوري وزارتونو سره په همکارۍ او همغږۍ د نړیوالو ادارو له لوري د روغتیایي او وړو سوداګریو برنامو تطبیق هغوی پرځان بسیا کولای شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې عمومي مسوول د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره بزګرانو ته د بدیل ترڅنګ خلکو ته د بېلابېلو مهارتونو ورزده کول هم ګټور وبلل او زیاته یې کړه، له نړۍ سره د تعامل لپاره اړینه ده چې هغوی ته واضح پیغامونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه، موږ په ټولو برخو کې همغږۍ او همکارۍ ته ژمن یوو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وویل، په دې وروستیو کې یې په قطر کې د ۴۰ مرسته کوونکو هیوادونو استازو سره لیدلي او هغوی یې له افغانانو سره مرستو ته هڅولي دي. هغې زیاته کړه،  دوی له سکتوري وزارتونو سره د اقتصادي ستونزو په اړه بحث او د معقولو حل لارو لټولو ته چمتو دي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د شته ستونزو او ننګونو له حلولو سره به لا ډېر پرمختګ ته زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، د ګډې همغږۍ او همکارۍ له لارې باید د بشري مرستو د شفاف وېش او مستحقینو ته د هغو د رسولو په برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې قناعت حاصل شي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته