خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان؛ د شبرغان ښاروالۍ څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د شبرغان ښاروالۍ چارواکي وايي چې د روان کال په درېیمه ربعه کې یې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د شبرغان ښاروال مولوي حبیب الله قانع له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې دغه ادارې د روان کال په درېیمه ربعه کې ۱۲ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۳۴۴ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه عوايد د څلور لارې د ننوتو وسايطو د محصول، د کورونو، ودانيو، د پاکولو، د دوکانونو د کرايې، د اعلاناتو، د سوداګرۍ جوازونو او د ځمکې د خرڅلاو له محصول څخه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته