کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
جنوبي کوريا د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره د روغتيايي توکو چې پکې ٢٧ زره ماسکه دي مرسته وکړه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر احمدجواد عثماني، د افغانستان د خلکو او د عامې روغتيا د وزارت په استازيتوب د کوريا هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې جنوبي کوريا د عامې روغتيا وزارت له مهمو همکارانو څخه دى او له افغانستان سره يې په بيلابيلو روغتيايي برخوکې مرسته کړې ده .
ډاکټر عثماني د کوريا د هېواد دغه مرسته د افغانستان د روغتيا په برخه کې يوه مهمه اړتيا وبلله چې دغه روغتيايي توکي به په هغو ځايونو کې چې اړتيا ده ولګيږي.
ډاکټر عثماني د ماسک رول د کرونا ويروس د مخنيوي په لاره کې ډير مهم وباله اوڅرګنده يې کړه چې د ماسک اغوستل د کرونا ضد واکسين څخه ډېر مهم دى.
په افغانستان کې د جنوبي کوريا سفير اي ژا هونيګ د خپل هېواد د دغې مرستې هدف په افغانستان کې د کرونا ويروس پرخلاف مبارزه وبلله او ويې ويل چې کرونا ويروس د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه انديښمن کړي دي.
هغه وويل چې دغه هېواد تراوسه پورې کابو يوبئليون ډالره په بيلابيلو برخوکې د افغانستان له دولت سره مرسته کړې ده او دغه مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ولري.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کرونا ويروس پرخلاف د مبارزې په برخه کې د جنوبي کوريا دويمه مرسته ده.
ختم_شکريه_اکرم