سیاست

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر
په دغو ورځو کې په هېواد کې د سولې او پخلاینې په اړه هیلې ډېرې شوې دي. د جګړه ځپلي افغان ولس هیله او تمه دا ده چې تپل شوې جګړه یو ځل او د تل لپاره پای ومومي او تلپاتې سوله ټینګه شي.
تلپاتې سولې ته رسېدل یو شمېر شرایطو ته اړتیا لري او که دا شرایط برابر نه شي، نو سوله هم ټینګېدای نه شي. یو له دغو مهمو شرطونو پر ګڼ پالنې، ولسواکۍ او سوله ییز ژوند باوردی. تر هغو چې موږ ټول دغه باور ته ونه رسېږو، ډاډمنې او تلپاتې سولې ته رسېدای نه شو.
د باختر آژانس مفسر پر ګڼ پالنې، ولسواکۍ او سوله ییز ژوند تم شوی دی او لیکی:
بشري ټولنه د بېلابېلو ټولنیزو جوړښتونو او کلکتیفونو ( کورنۍ، ډلې او نور) او افرادو ټولګه ده چې د متقابلو اړیکو او مناسباتو په یو چوکاټ کې سره ژوند کوي. دا ټولنیز جوړښتونه او افراد یو ډول نه دي، بلکې ګڼ توپیرونه لري. لکه په عادي ورځني ژوند کې چې خلک استدلال کوي او وایي چې لوی خدای د لاس پنځه ګوتې یو ډول نه دي پیدا کړي، دغه راز انسانان هم د لاس د ګوتو په څېر يو ډول نه دي، دوی له یو بل سره توپیر لري. دا توپیرونه په ټولو برخو کې تر سترګو کېږي: د شکل او بڼې له مخې، د قد او ونې له مخې، د رنګ له مخې، د وزن له مخې، د فکراو باور له مخې، د ذوق او شوق له مخې، د سلیقې او انتخاب له مخې او نور او نور.
دا ټول د یوې ټولنې پر ګڼ پالنې ( کثرت ګرایی) دلالت کوي، یانې بشري ټولنه د ګڼو جوړښتونو، رنګونو او ذوقونو یوه ټولګه ده او دا نه یوازې دا چې کومه ستونزه رامنځ ته کوي، برعکس ټولنې ته ښکلا وربخښي، هغه د لا ډېر زغم او تحل وړ ګرځوي. که څوک پر ګڼ پالنې باور نه لري او کوښښ کوي، چې د ګڼ پالنې پر ځای یو ډول پالنه ترویج کړي، دغه راز هڅې پرته له دې چې بحران رامنځ ته کړي او بشري ټولنه له ستونزو سره مخ کړي، بله کومه پایله نه لري.
ګڼ پالنه له ولسواکۍ او سوله ییز ژوند سره نږدې تړاو لري. یانې دا چې په یوه بشري ټولنه کې هېڅوک باید دا کوښښ و نه کړي چې په زور او جبر خپل فکر او نظر پر نورو وتپي او هغوی د ځان تابع کړي. د دې ستونزې د حل لپاره ولسواکي رامنځ ته شوې ده. ټول د خلکو ارادې ته غاړه ږدي او هره پرېکړه چې اکثریت وکړه، همغه مني او عملي کوي یې. ټول بېلابېل جوړښتونه د ولسواکۍ تر بیرغ لاندې ګډ سوله ییز ژوند کوي، د خپلې ټولنې د دفاع، ساتنې او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار کوي.
افغانان په اوسني خورا حساس پړاو کې باید د ګڼ پالنې، ولسواکۍ او ګډ سوله ییز ژوند اصل ته لومړیتوب ورکړي او د یو بل د منلو او زغملو فرهنګ ترویج کړي او له اوږدو جګړو وروسته یو ځل بیا ګډ سوله ییز ژوند تجربه کړي. له دې پرته د سولې او پخلاینې لپاره هڅې کومه مثبته پایله نه شي رامنځ ته کولای، ښایې په لنډ مهال کې د جګړې او تاوتریخوالي شدت کم کړي، خو له اوږدمهالې سولې سره مرسته نه شي کولای.
موږ باید د اوږدمهالې سولې لپاره کار وکړو او دا کار د ذهنیتونو له بدلولو او له ګډ سوله ییز ژوند سره د دغو ذهنیتونو له برابرولو پیل کړو.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته