کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې بین المللي کنفرانس په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر باسابرامانیام جایشنکر سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پلازمېنه تاشکند کې د جمهوررئیس په استوګنځي کې وشوه، د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو او همکاریو ترڅنګ د ملاتړ، د افغانستان د عمومي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ څرګندولو ترڅنګ وویل، هند به د خپلو بشري مرستو په دوام یو سل او پنځوس زره ټنه غنم له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، هند به په افغانستان کې د نظام د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.
جمهوررئیس غني هند د افغانستان ښه ګاونډی او دوست وباله او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره د هند د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.