کابل/ د غويي ۲۱مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان فرد سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، په سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.