خبرونهنړۍ

جاپاني لومړي وزیر له کېم جونګ اون سره د لیدنې وړاندیز کړی

نړۍ، د وري ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د شمالي کوریا د مشر پیاوړې خور کیم یو جونگ نن دوشنبې په یوه بیان کې، چې د کوریا دولتي اژانس له لوري خپور شوی، ویلي چې د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا یې له ورور کېم جونګ اون سره د مخامخ لیدنې وړاندیز کړی.

نوموړې ویلي، چې د جاپاني لوري په دریځ کې د بدلون نه راتلو تر وخته دغه لیدنه امکان نه لري او توکیو باید په خپلو سیاستونو کې تجدید نظر وکړي.

دواړه هېوادونه په تاریخي لحاظ ښې اړیکې نه لري او وخت نا وخته په سیاسي او پوځي لحاظ یو بل سره ستونزو کې لوېږي.

دغه راز جاپان په سیمه کې د جنوبي کوریا او امریکا ملګرتیا هم کوي او اړیکې یې تقریباً مثبتې دي، داسې حال کې چې شمالي کوریا له امریکا او جنوبي کوریا سره پراخې پوځي او سیاسي ستونزې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته