خبرونهنړۍ

تهران د شمالي کوریا د سوداګریز پلاوي کوربه دی

نړۍ، د غوايي ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د کوریا دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د شمالي کوریا یو سوداګریز پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د بهرني تجارت وزیر یون جونگ هو کوي، پرون سه شنبې ایران ته تللی دی.

یاد اژانس د دغه پلاوي د سفر د موخې په اړه څه نه دي ویلي.

د جنوبي کوریا یو اژانس(يونهاپ)بیا ویلي، چې ممکن د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي همکاریو زیاتوالی او پیاوړتیا وي.

باید وویل شي، چې مخکې تر دې د شمالي کوریا یو پلاوی په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ایران ته سفر کړی وه.

ایراني چارواکو او رسنیو د شمالي کوریا د دغه پلاوي د سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو باید وویل شي، ایران په منځني ختیځ او شمالي کوریا په ارام سمندر او کوریا ټاپووزمه کې له امریکا او ځینو نورو هېوادونو سره پراخې ستونزې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته