خبرونهسیاستفرهنګTOPټولنه

ترکیه په هرات کې موزیم جوړوي

کابل، د لېندۍ ۶ مه، باختر

د ترکیې سفیر جنک اونال وايي، په هرات کې د ترکیې او افغانستان د دوستۍ سمبول نندارې ته وړاندې کولو په هدف ځانګړی موزیم جوړوي.

نوموړي دغه څرګندونې په هرات کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي احمدالله متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي، زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له ترکیې سره ګډ تاریخي، دیني او کلتوري اړیکې لري او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا په هدف انقره پلان لري په هرات ولایت کې د ځانګړي موزیم د جوړولو ترڅنګ خپلې نورې کلتوري او رغنیزې پروژې پرمخ بوځي.

د یادونې وړ ده، چې ترکیه په هرات ولایت کې بېلابېلې پروژې لکه د هرات جامع جومات ته د اودس خونو جوړول، د مولانا سمپوزیم، د دارالفنون نندارتون، د بهزاد ګالري او د علي شیر نوايي د کتابتون جوړول تر کار لاندې لري.

اونال دغه راز ویلي، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې د هرات ولایت د زېر زمیني جومات، د شهزاده تخت، د هنر د ودې لپاره د لاسي صنایعو کارخونه، د نستعلیق کتابونو د چاپ او د کتابتون د بیارغولو پروژې پلې کړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي په دغه ولایت کې د تيکا ترکي دفتر له فعاليتونو په تېره بيا د تاريخي آبداتو د بيارغونې په برخه کې مننه کړې؛ زیاته کړې یې ده، چې دغه ولایت څه باندې ٨٥٠ تاريخي آبدې لري، چې ځينې يې له زرګونو کلونو څخه زياته لرغونتیا لري.

متقي د هرات په روستۍ زلزله کې د ځینو تاریخي ابداتو ویجاړېدو ته هم اشاره کړې او له ترکیې څخه یې د دغو ابدو د بیارغولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته