امنیت

په هلمند کې دېرش وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/دلیندۍ ۵مه/باختر
د هلمند مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل تن یې نیول شوی دی.
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې له دېرشو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په یادې ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل تن یې نیول شوی دی.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته