خبرونهټولنه

ترافیکي پیښې بدخشان کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل، د غوايي٢مه، باختر
د بدخشان _ تخار پر لویه لاره ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ٥تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله “کامګر” باختر اژانس ته وويل، چې د بدخشان – تخار پر لويه لاره د کشم ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاسو او مازدا ډوله موټر د ټکر لا امله يوه ښځه وژل شوې او ٤ نارینه ټپيان شوي دي.
د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوی دی
هېره دې نه شي چې په بدخشان کې تېره میاشت د ترافیکي پېښو له امله ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته