خبرونهورزش

تخار کې د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر

د تخار د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په شکمش ولسوالۍ کې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د پیروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د مسوولینو په وینا د تخار د شکمش ولسوالۍ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په یاد لیک کې د غوره لوبډلو پېژندل او ټاکل دي، چې د ۱۶ ټيمونو ترمنځ له دوو ورځو څخه را په دېخوا په یاده ولسوالۍ کې دوام درلود، چې په پای کې د پیروزي ټیم لومړی مقام او د میهن ټیم دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړده، چې دغه سیالۍ د یادې ولسوالۍ د پیروزي او دره کلان ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې چې د پیروزې ټیم وتوانېده خپل سیال ته د صفر پر وړاندې په دوو سره ماتې ورکړي او دغه لوبې ګټونکي ټیم ته د مډال او ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته