خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د وري٨ مه / باختر

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې د افغانستان د څه ناڅه  نیمايي وګړو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د زیاتو پیسو غوښتنه کړې ده.

د باختر آژانس مفسر ليکي:  د خوړو نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دی،  دغه سازمان خبرداری ورکړی که چېري یې نړېوال بنسټونه مالي غوښتنې ژر تر ژره تمویل نه ‎کړي، ښايي په افغانستان کې د دوى کار ودروي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي؛ له نیمایي څخه زيات افغانان سمدستي خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو ادارو له دې وړاندې هم له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د بشري مرستو د لګولو خبره کړې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري وضعیت نازک او د اندېښنې وړ دی.

دا چې د خوړو نړیوال سازمان پلان لري چې په افغانستان  کې لږ تر لږه د ۲۳ میلیونو وګړو لپاره خوراکي توکي چمتو کړي یو ښه او د ستایلو وړ خبره ده          او له شک پرته د خوړو نړیوال سازمان به دا ځل هم دغه ستونزه آواره کړي.

هغه څه چې افغانانو ته مهم دي، هغه دا  دي چې په افغانستان کې د بشري ناورین   سره د مرستې لپاره نړیوالې ټولنې په ملیاردونو ډالره مصرف کړي؛ خو له نړیوالې ټولنې څخه د پیسو تکراري غوښتنې او حقیقت دا دی چې د ملیاردونو له مرستې سره سره په افغانستان کې هیڅ بدلون نه تر سترګو کېږي.

د افغان ولس په نوم راټولې شوې پیسې څنګه مصرفیږي؟ د پوښتنې وړ خبره ده، نو له همدې امله اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې بشردوستانه مرستې دې په شفافیت سره د هیواد د کورنیو بنسټونو له خوا ولګول شي.

که دا کار وشي، د دې پیسو لویه برخه به په سمه توګه مصرف شي، ځکه چې د هغو ادارو په داخلي لګښتونو کې به کمښت راشي.

په افغانستان کې د حکومتي چارواکو په وينا، نړيوالې بشردوستانه مرستې هغه وخت  د هېواد په اقتصادي وضعيت کې ګټورې تماميداى شي چې کورني بنسټونه یې اړمنو کسانو ته ورسوي؛ ځکه دوى پوهيږي چې څوک اړمن دی او په دې سره د خپلسري او غیر عادلانه وېش مخه نيول کيږي.

بله خبره دا ده چې نړیوال بنسټونه باید د افغانانو د ستونزو د حل لپاره لنډ مهاله، اوږد مهاله پلانونه ولري او هغه د افغانستان له اداري بنسټونو سره په همغږۍ کې طرحه کړي. د نړیوالو موسسو او بنسټونو له خوا برابرې شوې مرستې د لږ وخت لپاره د خلکو ستونزې آوارولای شي؛ خو د بهرنیو مرستو له  تکيې نه خلاصېږي. په داسې حال کې چې د بيلابيلو دلیلونو په خاطر کيداى شي هره شيبه نړیوالې مرستې کمې یا بندي شي.

د اقتصاد پوهانو له نظره؛ بهرنۍ مرستې د ستونزو د مخنیوي لپاره لنډ مهاله بدیل دی، مګر د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې د خلکو ستونزو د حل لپاره په بنسټیزو پلانونو عمل کول اړین دي.

یوازې د نړیوالې ټولنې مرستې سمدستي ستونزې نه شي حل کولی، اړتیا ده چې د پرمختګ او تدریجي مخنیوي لپاره پلان جوړ شي.

په داسې حال کې چې د اقتصادي پرمختګ اصلي عوامل د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا بنسټیز تمرکز، اصلاحات، د کلیو پراختیا ته  پاملرنه او سالم اقتصادي مدیریت دی.

د خلکو له نظره  له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ډېره برخه سیاسي انګیزه ده او تل هڅه شوې چې دغه هېواد پر بهرنیو مرستو متکي شي.

له نړيوالې ټولنې هيله دا ده، چې د افغانستان له خلکو سره د بېړنيو مرستو ترڅنګ په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو او د کليو پراختيا په اړه فکر وکړي، څو افغانستان په تدريجي ډول د بهرنيو مرستو له انحصاره خلاص شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته