خبرونهټولنه

بلخ کې د څلورو کورنيو تر منځ له څه باندې ۳۰ کلونو دښمنۍ وروسته جوړه وشوه

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د څلور کورنيو ترمنځ له ۳۶ او ۳۰ کلونو دښمنۍ وروسته د ځايي چارواکو په منځګړيتوب جوړه وشوه .
د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخې د ياد ولايت د پوهنې رييس مولوي عبدالجليل شهيدخيل په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې ۳۶ کاله وړاندې د چمتال ولسوالۍ د پشمک قلعه سیمې اوسېدونکو هر یو نصرالدین کاکا، عبدالقهار او ایمل خان او مقابل طرف یې محمدانور، مولوي اسحاق او امان الله، چې د دوی ترمنځ په شخړه کې ۳ کسان په شهادت رسېدلي، همدارنګه ۳۰ کاله وړاندې د حاجي باريداد اکا، افضل خان اکا او عبدالرحمن اکا او مقابل طرف یې نظرمحمد کاکا دی، چې د دې دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې هم ۳ کسان شهیدان شوي وو، چې د ديني عالمانو، د بلخ والي او د سیمي د اوسېدونکو په همکاري یې دښمني پای ته ورسېده او د سولې پر ټغر کېناستل.
په ورته وخت کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا خوښي وښوده، چې د ۴ کورنیو ترمنځ په صمیمانه ډول سره دوستي کیږي او یو بل ته عفوه کوي، ځکه د دې هېواد او په زیاته بیا د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ ولس په تېر شل کلنه اشغال کي سخت ځورېدلی او زیات کړاونه یې ګاللي دي.
وفا زياته کړه، چې ۴۲ هیوادونه د دې هیواد او ولس د ځورېدلو لپاره سره په یو طرف شوي وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دې نظام د مسؤلینو او ديني عالمانو په هلو ځلو سره د ملت هر درد ته توجه کیږي او حل لاره ورته لټول کیږي.
د والي په وينا د اسلامي نظام تګلاره، الهی او د رسول ص قانون، د فقهي اسلامي قانون، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله فرامین او هدایت همدا دي، چې نن ورځ په ټول ولس باندې یو شان تطبیق کیږي او د ولس لپاره د ښه خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د دوی ترمنځ روغه جوړه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته