خبرونهاقتصادټولنهTOP

بلخ او جوزجان ولایتونو کې د قوشتېپې ملي کانال د دویم فاز د کیندنې کارونه درې سلنه مخته تللي

کابل، وري ۲مه، باختر

د قوشتېپې کانال د پروژې مسوولین وایي، چې اوس مهال د دغې پروژې د دویم فاز کارونه په جوزجان او بلخ ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي او درې سلنه کارونه یې پر مخ تللي دي.

د دې پروژې دویم فاز ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د کار سرعت ته په کتو ښکاري، چې تر ټاکل شوي وخت مخکې بشپړ شي.

ورته وخت کې یو شمېر بزګران او د ځمکو خاوندان چې دغه کانال سره نږدې پر کرکېله بوخت دي، خوښي څرګندوي، چې د دغه کانال تر جوړېدو وروسته به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

قوشتېپې کانال د هېواد لویه پروژه ده، چې ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی لري او د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو لپاره مهمه بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته