کابل، د وري ۱۶ مه، باختر
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د باروړونکي او کرولا موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي دي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، چې تېره شپه ټېلر موټر د کابل له لوري پلخمري ته په لاره وو، چې د دوشي ولسوالۍ په زرسنګ سیمه کې یې د یوه کرولا موټر سره ټکر کړی او تلفات یې اړولي دي.
برهاني زیاته کړه چې په دې پېښه کې د کرولا موټر سورلۍ چې یوه میرمن، یو ماشوم او دوه تنه نارینه دي مړه شوي دي.
د بغلان اوسېدونکي وايي، چې حکومت باید د لویو لارو په اوږدو کې هغه موټر ودروي چې ترافیکي اصول په پام کې نه نیسي او په ډېر سرعت له دغو لارو سفرونه کوي.