ټولنه

دجلال اباد ښار دلومړى ناحيې دبريښنا شبکه پرانستل شوه .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دجلال اباد ښار  دلومړى ناحيې  دبريښنا شبکه نن  دانرژۍ او اوبو دوزير له خوا پرانستل شوه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دانرژۍ او اوبو وزير انجنير علي احمد عثماني ددغې پروژې  دپرانستلوپه وخت کې وويل  دجلال اباد ښار دلومړى ناحيې دبريښنا پروژه  د دوه نيمو مليونو ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده  چې د  ٥٧٥٠کيلوواټه امپير  بريښنا ظرفيت لري  او کار يې په ١٣٩٣ کال کې  پيل شوى و ،
  دغه پروژه  په دوو برخو کې دجلال اباد ښار لومړى ناحيه ترپوښښ لاندې نيسي  چې لومړى برخه يې ددرونټي دبريښنا ددستګاه تر پخواني  پوښښ لاندې په نوې شبکه بدليږي  او په دويمه برخه کې ېې  هغه ساحې ترپوښښ لاندې نيسي چې تراوسه پورې دبريښنا له نعمت څخه بې برخې  وې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته