خبرونهاقتصاد

بغلان کې د ګبینو د تولید له لسګونو صنعت کارانو سره د مچیو د خوراکي توکو مرسته شوې

کابل، د وري ۲۰مه، باختر 

د  بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د یوسایډي او (ډي. اې. آی) ادارو له  لوري د ګبینو د تولید له ۱۵۰  صنعت کارانو سره د مچیو د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ولي آمرخېل د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د مرکز پلخمري په ګډون په خوست، نهرین، برکې، مرکزي بغلان، پلخمري، ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې د یوسایډي او (ډي. اې. آی) ادارو له لوري« د افغانستان لپاره د کرنې ځنځیري ارزښت » پروژې په چوکاټ کې د ګبینو د تولید پر ۱۵۰ صنعت کارانو د مچیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

ورته مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د مچیو روزل دود شوي او اوس مهال په شنو غونډیو او دښتو کې د مچیو ټمبکې (صندوقونه) ډېر لیدل کېږي.

هېره دې نه وي چې د ګبینو د تولید صنعت کاران ته ښوونیز پروګرامونو برابرول، د مچیو ساتلو لپاره د پرمختللو وسایلو چمتو کول او د یاد صنعت ښه عواید، هېواد کې د شاتو د تولیدات او د مچیو د روزلو د دېړېدو لاملونه بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته