خبرونهورزش

بغلان کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دودیزې لوبې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د راژوندي کېدو په حال کې دي او خلک د خوښۍ په مراسمو کې وزلوبې ترسره کوي.

د بغلان ورزشي آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې د وزلوبې دغه درې ورځنۍ سیالۍ د ذبیح الله حسین خېل او کټه خېلو ځوانانو له لوري پیل شوې، چې د بغلان او بغلان ته څېرمه ولایتونو لسګونه چاپ اندازانو پکې ګډون کړی دی.

ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل، چې په دې وروستیو کې دودیزې لوبې په دغه ولایت کې د بیا راژوندي کېدو په حال کې دي ځکه خو د دې ولایت اوسېدونکي د خوښۍ په مراسمو کې دودیزه لوبه وزلوبه او په معاصره لوبه کې د کرکټ سیالۍ ترسره کوي.

په همدې مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې د وزلوبې لپاره له ګڼو سیمو ننداره چیانو د دې لوبو نندارې ته راځي او د امن په فضا کې د وزلوبې سیالۍ ننداره کوي او خوند اخلي، خو غوښتنه کوي چې ورته نورې لوبې باید زیاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته