خبرونهورزش

بغلان کې د رمضان جام د کرکټ سیالۍ د خنجر زمانخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د بغلان د رمضان جام د کرکټ سیالۍ چې د روژې میاشتې په اتمه نېټه پیل شوې وې د خنجر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د بغلان د رمضان جام مسوول شینا وویل، چې په  دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې  ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او په فاینل لوبه کې خنجر زمانخېل د کرکټ لوبډله وتوانېده چې د علي سي سي لوبډلې له لوري ورکول شوی د ۸۶ منډو هدف په پنځم اور کې پوره کړي او د دې جام اتلولي په خپل نوم کړي.

شینا زیاته کړه چې د دې لوبو مالي لګښت  د خالد صدیقي، عبدالامیر ارماني او  جهانزیب صدیقي له لوري ورکول شوی دی.

د بغلان رمضان جام مالي ملاتړ کوونکي جهانزیب صدیقي وویل، هڅه کوي چې د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره له لوبغاړو څخه خپل ملاتړ نور هم زیات کړي او ورته  نور تورنمنټونه هم په لاره واچوي.

د بغلان د کرکټ بورډ څانګې  مسوول حاجي ظریف احمدزي له لوبغاړو وغوښتل، چې باید د کرکټ اکاډمیو ته لاړ شي او د تینس بال ترڅنګ باید هارډ بال لوبې هم ترسره کړي څو په راتلونکي کې د هېواد ملي او نورو ټيمونو ته لاره پیدا کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل، چې د معاصرو لوبو تر څنګ باید ځوانان له چپنکي پهلوانۍ، وزلوبې، ډبرې اچونې او نورو دودیزو او لرغونو لوبو سره مینه وساتي او هغه وپالي.

په دې جام کې لوبېدونکي لوبغاړي شعیب وویل، چې ورته لوبې د کرکټ د لوبغاړو د ورزشي وړتیا د لوړولو لپاره ډېرې زیاتې مهمې او اغېزمنې تمامېږي او پکار ده چې لا زیاتې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته