امنیت

پر فراه ښار د طالبانو برید شنډ شو

کابل / د غبرګولي ١٧ مه / باختر د طالبانو د سرې قطعې لسګونو غړو چې غوښتل يې پر فراه ښار بريد وکړي؛ تېره شپه پرې هوایي بریدونه وشول. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د فراه پوځي مسوولينو وویل چې فراه ښار ته څېرمه د د دغې ډلې په سرې قطعې پورې اړوند لسګونه وسله وال طالبان راټول شوي وو او غوښتل یې د دغه ښار پر ځینو سیمو بریدونه وکړي. پوځیان وایي چې طالبانو مخکې له دې چې خپل بریدونه ترسره کړي؛ د شپې په یوه بجه پرې هوایي بریدونه وشول چې په پايله کې يې د یوه مشهور سیمه يیز قوماندان رازمحمد په ګډون ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور يې ټپیان شول. دا په داسی حال کې ده چې طالبانو تېر ماښام د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ هم برید وکړ، خو د پوځیانو له سخت مقاومت سره مخ شول. د طالبانو په دغه برید کې یو ملکي وګړی ټپي شو او د اله سای ولسوالۍ په بازار کې د خلکو څو دُکانونه هم وسوځېدل. پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته