خبرونهټولنه

بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه مړه شوي

کابل، د وري ۳مه، باختر
د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې نن د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسان مړه او یو تن ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه د شغنان ولسوالۍ په در مارخت سیمه کې د یوه فلنکوچ موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.
هغه وویل دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو کسانو غوښتل مرکز فیض آباد ته سفر وکړي.
هېره دې نه وي چې په دغه لاره وخت نا وخت دغه ډول پېښې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته