کابل / د مرغومي ۳۰ / باختر
اووه ویشت وسله وال طالبان تېره شپه په قندهارکې پرامنیتي ځواکونوپه یولړبریدونوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو د قندهار د ارغنداب، پنجوايی او میوند په ولسوالیوکې د امنیتي او دفاعي ځواکونوپرپوستو د بریدونو نیت درلود چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغوی له بریدونو مخکې عملیات ترسره کړل او پرطالبانویې بریدونه وکړل چې په پایله کې ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او۱۲ نورټپیان شول .
دغه راز د دښمن یوه اندازه مهمات ،وسایط او تجهیزات ویجاړ شوي دي.
پای-ع
7 د یوې دقیقې څخه لږ