کابل / د تلې ۶ مه / باختر
ټول نړېوال هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا دې د افغانستان له اسلامي امارت سره د کړو ژمنو تر سېوري لاندې تعامل وکړي او د افغانستان پر هوايي حریم دې تېری نه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي چې هېوادونه د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو دولتونو د اراضي او هوايي حاکمیت یواځني مالکان وي، نو اسلامي امارت د افغانستان د يواځني حقوقي شخصيت په توګه د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم ساتونکی دی؛ خو امریکا په دغو وروستیو کې د ټولو نړېوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو هغو تعهداتو چې په دوحه، قطر کې یې له اسلامي امارت سره کړي په ټکر کې عمل کوي.
دوی وايي چې د افغانستان پر سپیڅلي هوايي حریم د امریکا ډرون الوتکې تېری کوي، په وینا یې دغه سرغړونې باید اصلاح او مخنیوی يې وشي.
د افغانستان اسلامي امارت په ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر امریکا غږ کړی چې د نړیوالو تعهداتو، ژمنو او قوانینو په رڼا کې له افغانستان سره د متقابل درناوي او کړو ژمنو تر سیوري لاندې تعامل وکړي چې د ټولو بدو عواقبو مخه ونیول شي.
ن/ر