خبرونهاقتصاد

اقتصادي کمېسیون د ۱۵۰ کوچنیو او متوسطو فابریکو د جوړولو وړاندیز تایید کړ

کابل – د وري ۵مه – باختر
د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون؛ د مالیې وزارت په مشرۍ، د ټولګټو وزارت، صنعت او تجارت وزارت، د افغانستان بانک، اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله چې د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې مطالباتو ستونزو ته یوه مناسبه حل لاره پيدا کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې اقتصادي کمېسیون همدا رنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله چې له مخې یې د بیجینګ – ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې ۱۵۰ کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي.
دغه راز د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د «A80» تېلو اړوند «2700» ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي دي؛ قراردادي شرکتونه به د هر ټن تېلو پر سر «25» ډالره چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول، له دې وروسته به یې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکوي.
د یادولو وړ ده چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته في ټن «10» ډالره د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.
تر دې وړاندې اقتصادي کمېسیون، افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو د واردولو او له امله یې د انسان روغتیا ته د پېښېدونکو زیانونو او ترانسپورتي وسایلو د متضرر کېدو د مخنیوي په موخه؛ د «نفتو او ګازو دولتي شرکت» له لوري په انحصاري ډول له نورو هېوادونو د خامو نفتي موادو د واردولو طرحه د تطبيق وړ بللې وه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته