کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
افغان نابينا ورزشکار ولي محمد نوري د ځغاستې په نړيوالو سياليو کې چې په لندن کې د سلو ړندو ورزشکارانو په ګډون تر سره شوې، اتلولي وګټله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د المپيک ملي کميټې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ولي محمد وکولاى شول چې د٨٠٠ مترو او ١٥٠٠ مترو په واټونونو کې لومړى مقام وګټې.
د يادونې وړ ده، چې ولي محمد نوري په انګلستان کې ژوند کوي او په دغو سياليو کې یې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى و.
هغه پخوا هم د ځغاستې په څو نړيوالو سياليو کې لومړى مقام ګټلى و.
\ج