کابل باختر دثور يوولسمه
دهيواد دسنوکر دملي ټيم ورزشکاران په قطر کې داسيايي سياليو په ٢٨ پړاو کې له ګډون وروسته نن سهار هيواد ته راستون شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه سيالۍ له ٢٤ هيوادونو څخه ديو پنځوسو تنو ورزشکارانو په ګډون دقطر په دوحه ښار کې ترسره شوې . باختر اژانس ته دسنوګر فدراسيون درييس محمد عزيزعظيمي دمعلوماتوله مخې، په دغو سياليو کې افغان ورزشکارانو هر يوه صالح محم محمدي ، نادر خان سلطاني او محمد رييس سنيزي برخه لرله چې له دې جملې څخه يوويشت سيالۍ يې چې د بيلابيلو هيوادونو له ورزشکارانو سره ترسره کړې څلور بايلى او اوولس برياليتوبونه لرل او په دغو سياليو کې يې پنځم مقام ته وګاټه .
محمد عزيز وويل :دسياليو په پاى کې هندي ورزشکارانو لومړي، تايلندي ټيم دويم مقام او ايراني ټيم دريم مقامونه وګټل او افغانستان پنځم مقام وګاټه