خبرونهسیاستTOP

ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان کې له سېلاب ‌ځپل سیمو څخه لیدنه وکړه

کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرکز څخه سېلاب‌ځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وکتلې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسوولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: «هغه ولسوالۍ چې موږ له نږدې وکتلې د زیان کچه یې لوړه ده، په کار ده چې د خوراکي توکو، درملو او بې‌ ځایه شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې یادې ادارې خپلې هڅې ګړندۍ او سېلاب‌ځپلو سیمو ته د مرستو بهیر چټک کړي.»

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د بغلان په بېلابېلو سیمو کې سختو سېلابونو ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه، کروندې او حیوانات یې له منځته یوړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته