خبرونهامنیت

په خوست کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي

کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر 

د خوست د امنیې قومندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد رسول وطن مل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ کلاشینکوفونه، ۵  تومانچې، ۱ راکټ، ۱ پیکه، یو د ماین د کشف او له منځه وړلو ماشین او کمره، ۶  مخابرې، ۱۲  فشاري ماینونه او ۷  لاسي بمونه نیولي، چې په تړاو یې ۲۳ کسان هم نیول شوي او له جملي یي ۱۴ تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې یاد کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته