خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر

د لغمان مرکز پورې اړوند ګلارام سیمه کې ترځمکې لاندې د اوبو د زیاتوالي او له وچکالۍ څخه د خلاصون په موخه د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل وویل، چې یاد چکډېم د شپږو میاشتو په موده کې په معیاري ډول د خوړو نړیوال سازمان په لګښت جوړېږي، چې ۷۱ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بل لور ته د سیندیزې حوزې رئیس مولوي شیرجان راشیدي وویل چې دغه چکډېم څلور متره ژوروالی او ۳۰ متره سور لري، چې ۳ زره ۵۰۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

بل لور ته د سیمې خلکو دا د ګلارام لپاره لویه پروژه وبلله او ویې ویل چې د سیمې خلک له سختې وچکالۍ سره مخ دي او د دغه چکډېم په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.

د یادونې وړده چې له دې څو ورځې مخکې هم د حکومت په بودیجه لغمان کې ۵ چکډېمونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته