خبرونهنړۍ

اسلامي امارت ټینګار کوي چې افغانستان د ترهګرو پټنځی نه شي کېدای خو امریکا بیا هم اندېښمنه ده

نړېوالې رسنۍ/ د کب ۱۹ مه / باختر
امریکايي چارواکي وایي چې اجازه نه ورکوي افغانستان د ترهګرو په پټنځي بدل شي خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې افغانستان د ترهګرو او القاعده پټنځای نه شي کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په کتنه کې ویلي: اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د ترهګرو پټنځی جوړ شي.
د ندا پریس په وینا، پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې کړې دي.
بلنکن په دې کتنه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات ترهګرو او القاعده ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د پټنځي په ډول کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه په دې اند دي که چېرې افغانستان ته پام ونه شي نو کېدای شي دغه هېواد د ترهګرو په پټنځي بدل شي خو د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کوي چې افغانستان د القاعده او نورو تروریستانو پټنځای نه شي کېدای او دغه خاوره ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ګواښ نه ده.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته