نړۍ، د وري ۹مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د انګلستان د پارلمان څه باندې ۱۳۰ غړو د دغه هېواد له دولت څخه غوښتي، چې اسرایلو سره د وسلو د لېږد جوازونه په سمدستي توګه وځنډوي.
پارلمان کې دغه غوښتنه وروسته ترهغې مطرح شوې، چې صهیونستي پوځيانو په وروستیو شپو او ورځو کې د ملکي فلسطینیانو وژنې او نیونې ته زور ورکړی دی.
مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو په کانګریس کې هم اسرایلو سره د مرستو کولو پر سر ناندرۍ راپورته شوې وې او اکثریت امریکایان هم په همدې نظر دي، چې له دوی ټولې شوې مالیې باید د ملکي فلسطینیانو پر وژنې وه نه لګول شي.
دغه راز ملګرو ملتونو هم وړمه ورځ د پرېکړه لیک په تاییدولو سره د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د اسرایلو د ظلمونو پر وړاندې لاریونونه ترسره او په یو نه یو ډول له دغې جګړې سره مخالفت ښودل کیږي، خو اسرایل په بې درېغه توګه خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي.