ټولنه

له څلور سوه بیځایه شويو کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
په روزګان ولایت کي د وروستیو جګړو له امله له بیځایه شویو کورنيو سره دمرستو په دوام دا ځل دملګرو ملتونوسازمان د کډوالو ادارېUNHCR)) له لورې په هرې بیځایه شوې کورنۍ د سل (۱۰۰) امریکايي ډالرو نغدي مرستې وويشلې شوې.
د روزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي د مرستو دپیل پرمهال باختر اژانس ته وویل  دوی هڅه کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د بيځایه شويو کورنیو لپاره نورې مرستي هم پيدا کړي.
دی زياتوي چې د روزګان ولایت په لرې پرتو سيمو کې د زرګونو بیځایه شویو کورنیو او د هغو خلکو لپاره چې په زیاته کچه مالي زیانونه ورته اوښتي له جمهوري ریاست څخه د ځانګړو مرستو غوښتنه کړي او دوی هیله مند دي چي دغي غوښتني ته یي ډیر ژر مثبت ځواب وویل شي.
دروزګان ولایت د مهاجرينو د راستنوشويو چارو ریېس هم له مرسته کوونکو اداروڅخه مننه وکړه چې په دغه ولایت کې د وروستیو ناامنیو له امله له بیځایه شویوکورنيو سره وخت پر وخت د ډول ډول مرستې کوي .
دی  وايي چې د وروستیو جګړو له امله (۱۲۸۹۰) کورنۍ بیځایه شوي چې له (۱۰۳۵۰) کورنیو سره یې د بېلا بېلو خیریه بنسټونو له لوري مرستې شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده تر څو ټول بیځایه شوي له دغو مرستو څخه ګټه واخلي.
له بلې خوا هغه کسان چې مرستې ورته رسیدلي،د مرستو په ترلاسه کولو خوښ بریښي خو زياتوي چې دغه مرستي ورته بسنه نه کوي او یوازې لومړنۍ اړتیاوي یي پوره کولای شي.
دوی وایي چي د غې ستونزې د اساسي حل لپاره دولت باید ژر تر ژره ددوی سیمي له وسله والو طالبانو څخه پاکي کړي چې خپلو کورنو ته بیرته ستانه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته