خبرونهامنیت

اته ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
په قندهارکې پر وسله والو طالبانو د پوځیانو په نویو هوايي او ځمکنیو بریدونوکې ۲۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ دغه وسله وال طالبان په پنجوايي ولسوالۍ کې د پوځيانو پر پوستو د بریدونو لپاره راټول شوي وو چې پرې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو بریدونو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه قول اردو وايي چې دغه وسله وال طالبان د پوځيانو پر پوستو د بریدونو لپاره راټول شوي وو چې بریدونه پرې شول.
ویل کېږي په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو څو جګپوړي قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته