کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
په ننګرهار کې د پوځي عملياتو په پايله کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او٩ نور ټپيان شول. په دغو عملياتو کې د طالبانو يو غړى ونيول شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د ملي امنيت ځانګړو مامورانو تېره شپه په سره رودو او هسکه مينه کې د وسله والو طالبانو پر ٤ مرکزونو بريدونه وکړل چې په دې بريد سره د دواړو لورو ترمنځ د سختې نښتې سبب شول او ترسهار پورې يې دوام وکړ.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي په دغو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نورټپيان شول.
ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې ٣ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
پوځيان وايي په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ٤ مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي . پاى \ ذ