کابل / د زمري ۳ / باختر
آزادۍ راډيو پروان له عامه کتابتون سره د کتابونومرسته وکړه.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، دغه راډیو ۸۰ ټوکه کتابونه ( د ریچه به سوی فرهنګ افغانستان) ترنامه لاندې چې د هېواد په دوو رسمي ژبو چاپ شوي دي نن د پروان اطلاعاتواو فرهنګ ریاست ته وسپارل.
د پروان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس محمد رستم رستم زاده د راډیوآزادۍ او د کهکشان ګروپ د رسانه یي بنسټ له پاملرنې او ملاتړڅخه په مننې سره د دغوکتابونو مرسته یې د افرادو او ټولنې ترمنځ د کتاب لوستلو د فرهنګ په ملاټړکې ګټوروباله.
هغه ډاډ ورکړچې دغه کتابونه د ولسوالیوپه کچه د لوستوونکوپه واک کې به ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې اوونۍ مخکې هم په لسګونوټوکه کتابونه دغه کتابتون ته ورکړ شوي دي.
-ع
8 1 دقیقه لوستل