نړۍ

ازبکستان په لويو لاروپه تګلورو کې جوماتونه جوړوي

 نړيوالې خبري منابع  باختردمرغومي  ٢٨ نيټه :
د ازبکستان  حکومت غواړي  د ٣٠ ميليونو ډالرو په ارزښت  د واټونو په غاړو  او لويو لارو کې   لوى او کوچني جوماتونه جوړ کړي.
مولوي انور قاري تورسونوف  د دوشنبې په ورځ په  تاشکند ښارکې  آزادۍ   راډيو ته وويل ؛ د دغو جوماتونو جوړول  له  مسلمانانوسره مرسته کوي ترڅو
خپل پنځه  وخته لمونځونه په  جوماتونو کې ادا کړي.
دازبکستان په  مذهبي چارو کې يوې دولتې  کميټې  آزادۍ  راډيو ته وويل ؛ ددغو جوماتونو جوړول د سيلانيانو ستونزې هم  لري کوي  او داړتيا په صورت کې به د نورو اديانو پيروانو ته  هم دغه شان عبادت ځايونه  جوړ کړي.
ددغه مقام دڅرګندونو له  مخې ډير  ژربه  ٢٢ کوچني جوماتونه په  تاشکند ښارکې  جوړ شي .
دازبکستان  جمهوررئيس  چې په  ٢٠١٦ميلادي کال کې داسلام کريموف له مړينې وروسته  واک ته  ورسيد، هڅه کوي  ترڅو د اقصادي اوسياسي  اصلاحاتو  په تطبيق سره  ازبکستان  له  ګوښه  والي څخه  وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته