امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول .

کابل /دليندې   ٢١مه / باختر :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې په يوه نښته کې ووژل شول .
دجوزجان دوالي وياند معروف اذر باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دجوزجان  دقرقين ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې پنځه تنه نور طالبان ټپيان شول .
دجوزجان دوالي وياند وويل چې په دغه جګړه کې  يو امنيتي سرتيرى  شهيد کړى شو او يوتن بل ټپي شو .
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته