امنیت

په جوزجان کې د پنځو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

شبرغان  باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه  طالبان د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په چارباغ کلي کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي .
په دې نښته کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان عبيدالله هم  په وژل شويو طالبانو کې شامل دى .
خبر ځاى وويل: يوه زغرواله واسطه چې پخوا وسله والو طالبانو له ځان سره وړې وه، هم  بيا د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
؛پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته