ښوونه او روزنه

په لوګر کې ديو ويشتو ښوونځيو ودانۍ بيا جوړيږي .

کابل باختر د تلي دويمه : په لوګر ولايت کې ديو ويشتو ښوونځيو دودانيو دبيا رغاونې کار نن پيل شو . دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت په مرکز او دبرکي برک ، محمد اغې ، خوشي او څرخ په ولسواليو کې ديوويشتو ښوونځيو ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه يوولسو مليونو افغانيو په لګښت بيا رغاول کېږي . دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالوکيل کليوال وايي چې ددغوښوونځيو دودانيو په ترميمولو اوبيا رغاونې سره به پنځه ويشتو زرو زده کوونکو ته دلوست مناسب چاپيريال برابر شي . ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته