ټولنه

په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني په دوستۍ بدله شوه

جلال اباد/ باختر/ د کب د میاشتې ۲۷ مه
د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې پيل شوې دښمني د جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د مومند درې ولسوالۍ په ګردي غوث کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ترانسپورټ پر سر رامنځته شوې اوږد مهاله شخړه د خلکو په منځګړیتوب د جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه .
منځګړو خلکو له دواړو خواو مننه وکړه،چې د خیر په کار کې یې د دوی غوښتنې ومنلې او شخړه یې په دوستۍ بدله کړه.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته