ښوونه او روزنه

دښوونځيو د زده کوونکو له خوا له ژمنيو رخصتيو څخه د اغيزمنې استفادي په باب د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پنځلس ورځنى راډيويې وينا

١٢ – کابلباختر دليندى ٢٥ مـــــــــــــــــــــــــــه

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدالله رب العالمين وصلواته والسلام على خاتم النبيين

ګرا نو هيواد والو درنو خويندو اووروڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکا ته

د هيواد د ښوونځيو دزده کوونکوژمنې رخصتي شروع شوي ده ، دپوهنتونونو او لوړو تحصيلي مو سسو رخصتي هم شروع کيدو نکي دي ،له رخصتيو څخه سود منه استفاده د شا ګردا نو اومحصلينو په ګټه ده

 ګرا نو شا ګر دا نو اومحصلا نو ترهغې چې مو نوى تعليمې کال پيليږي : ددې ژمنيو رخصتيو څخه ديو مهال ويش له مخې سمه استفاده و کړې ځکه له مها ويش سره سم د ورځنيو چارو  تنظيم د انسان په ژوندکې نظم را ولي معنې دا چې د تفريح او لو بو وخت به معلوم وي ، ددرس او هم له کورنۍ سره د مرستي په خا طر د  کار ساعتو نه به مو پکې ټا کل شوى وې . د خو ښي ځاى دي چې اوس دپوهنې وزارت په ښوونځيوکې دځينو مهمو مضا مينو لپاره تدريسې کورسونه جوړ کړي دي  او شا ګردان کو لاى شي چې له دغو کورسونو څخه لوړو زده کړو ته د امادګې لپاره استفاده و کړې اوځانونه نوى تعليمې کال ته په ښه تو ګه اماده کړې .

 درنو کورنيو ستاسو کوچنيان چې اوس له ښوونځيو څخه رخصت شوي دي درخصتيو له وزګارو وختو نو څخه يې بايد ښه ګټه واخيستل شى ، ددرس ويلو وخت ورته وټا کى ځکه  که کو چنى دوې، درې مياشتې د کتاب او قلم څخه لري شى او بيا په نوى تعليمې کال کې چې ترهغو ئې ذهن او فکر بياد کتا ب او قلم سره عادي کيږي دستو نزو سره به مخ وې ، ښه ده چې درخصتيو په ورځو کې مو کوچنيان  له څه درس او تعليم سره مصروف وې ، خپلو کوچنيا نو ته د بازيو او لو بو وخت هم وټا کى کوچنيان د لو بو او بازيو څخه مه منع کوى ځکه که کوچنيان لو بي او بازي ونکړې ديواځي توب خوا ته ځي ګو ښه ګير کيږي او په اينده کې ئې پر شخصيت اغيز ښه نه وې ، کوچنيان بايد له خپلو همزولو سره بازيو او لو بو ته پريښودل شي او تشويق ئې کړې

ګرا نو ځوا نا نو ، هغه ځوا نان چې ددولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي دي اود کانکور از موينه ئې نه ده تيره کړې د لوړو تحصيلاتو دشموليت لپاره دي د کانکور ازموينې ته تروس زيا ته اماده ګې ونيسې اوپه دې  تو ګه به يې په يقين  سره دا خبره منلى وى چې هرو مرو به کاميابيږي هغه ځوا نا ن  اومحصلان  چې اوس ژمنيو رخصتيو ته ځي که په ښار و نوکې ژوند کوي اويا په کليو کې له خپلو کورنيو سره دې د مرستې په خا طر دضرورت  په وخت کې کار و کړې اويادې د کور په کارونو کې خپلو کورنيو ته لاس ورکړې  اوهم دي د خپلي علمي سويې د لوړولو او له نوى معلو ما تې تکنالو ژې سره د اشنا يې لپاره د کمپيو تر اود خارجې ژبو د زده کړو کورسو نه ولولي ، ددغومهارتونو زده کړه د نن ورځې ضرورت دى ځکه  بې له دې مهارت نه موږ نشو کو لى د او سنيو علو مو له پرمختيا وو خبر شو .

 ګرا نو ځوا نا نو ، ګرا نو شا ګر دا نو ، ګرا نو محصلا نو د ژمې له رخصتيو څخه هم د کورنيو سره د همکاري او کومک استفاده و کړې او همداشان د لو بو، سپورت اود خپلو زده کړو دلاښه والى لپاره چې څه کو لى شي ددغو دريو مياشتو څخه استفاده و کړې ستاسو په ګټه ده او هغه چې د کانکور امتحا نو نه ورکوي ددې رخصتيو څخه دې د کانکور لپاره ډير ښه اوپراخ تيارى و نيسي

کا ميا به او سي د افغا نستان اينده ستاسو په لاس کې ده تر بلى وينا مو په مخه ښه ، ،ښاد او اباد و او سي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته