امنیت

په ننګرهار کې په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې دلسګونو تنو بهرنيو اوکورنيو ډاراچوونکو وژل کيدل.

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
دننګرهارولايت دداعشيانو په سنګرونو دخونړيو ځمکمنيو هوايي بريدونو دنويو څپې ډګرو.
دغه بريدونه په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دننګرهار په ځينو سيمو کې  دداعشيانو  اوطالبانو  په سنګرونو ترسره شوي دي.
لومړيو بريدونو  تيره  شپه  په کوټ ولسوالۍ کې  دداعشيانو په پټنځيو   ترسره           شوي  دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  دشپږو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون  درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو طالبانو په داسې حال کې  چې په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت  و بريد وشو.
ويل کيږي  چې په دغو بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبر له مخې ؛  شپږ تنه نور وسله وال طالبان دننګرهار ولايت  په سرخرود ولسوالۍ کې  په  هوايي او ځمکنيو  بريدونو کې ووژل شول..
دننګرهار دوالي وياند وايي  چې په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې   ددوو پاکستانيانو په ګډون  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پنځلس تنه   نور داعشيان  دننګرهار ولايت په  اچين ولسوالۍ کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله چې  په تروريستي فعاليتونو بوخت وو  هوايي بريد وشو.
ويل کيږي  په دغو پيښو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا  پوځيانو په ننګرهار ولايت کې دجنګي وسايلو  ددريو ډپيوګانو په کشفولو  بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې   دپوځي عملياتوپه بهيرکې په  نازيانو ، کوټ  او اچين ولسواليو کې کشف اوترلاسه شوي دي.
دغه راز ويل  شوي دي چې  دننګرهار ولايت امنيتي  ځواکونو له تيرې شپې ترنن سهار پورې  دڅه ناڅه دريو ماينونو په کشفولو سره ديولړ پيښو مخه نيولې ده.
دغه ماينونه  چې دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې ښخ کړاى شوي  و دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته