کابل باختر د چنګاښ ٣٠ :
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو دره کې دکچن پله دجوړولوکار نن پيل شو.
دغه پل چې يوسلو شپږاتيا زره امريکايي ډالره لګښت غواړي؛ د سويډن په مالي مرسته جوړيږي .
دسمنګانو ولايت د فوايد عامې رييس انجينر ضيا همايون ابراهيم خيل باخترآژانس ته وويل: دغه پل دشلو مترو په اوږدوالى، دشپږو مترو په سور او دسيند له کچې څخه دپنځو مترو په لوړوالى د خرم سارباغ او روى دوآب د ولسواليو او دغه راز د ايبکو د يوشمېرکليو د اوسيدونکو په تګ راتګ کې د اسانتياوو د برابرولو په مقصد په شپږو مياشتوکې جوړيږي .
سيمه ييزمسوولين وايي چې په تيروکلونوکې هم د سويډن هيواد له خوا په دغه ولايت کې د ښوونځيو او د روغتيايي مرکزونو د جوړولو په ګډون يوشمير پروژې تطبيقې شوې دي او خلکوته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.
0 1 دقیقه لوستل