اقتصاد

دهرات – تورغونډې د اوسپنې پټلۍ دلومړني سروې کار نن پيل شو.

-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
د اوسپنى پټلۍ دمرکزى ادارې هيئت چې ددغې پروژې دپيل په مقصد هرات ولايت ته رسيدلى دى دهرات دوالى محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې اعلام وکړ چې دغه طرحه ټاکل شوې ده ديو مليونو شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښټ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.
دهرات دوالي محمد آصف رحيمي هم ددغې طرحې د اجراکولو له مسوولينو څخه دکار دبهير دګړندي کولو او دقت غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې سيمه ييز اداره داړتيا وړ ټول امکانات برابروي.
د اوسپنې دغه پټلۍ له تورغونډې څخه پيل او هوايي ډګر پورې دوه سوه کيلومترو اوږدوالى لري.
ټاکل شوې ده دهرات – تورغونډې د اوسپنې پټلۍ دهرات تر ښار پورې له غزيدو وروسته دهرات – خواف د اوسپنې له پټلۍ سره ونښلول شي او په دې ترتيب هرات او افغانستان د اوسپنې د پټلۍ له لارې دمنځنى آسيا له هيوادونو سره نښلول کيږي.
دهرات دوالى دڅرګندونو له مخې :په هرات کې د دوه سوه کيلومترو په اوږدوالي د اوسپنې دپټلۍ ماستر پلان جوړ شوى دى دغه پروژه داوسپنې دپټلۍ دملي پروژې يوه برخه ده چې بېلابېلو ولايتونه د اوسپنې پټلۍ له لارې له نړيوالو بازارونو سرنښلول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته