کابل- باختر دکب دمياشتې١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په نامه په هيوادکې د وروستيو طبيعي پيښو له امله د سر د زيان په خاطر د فدراتيفې روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين له خوا د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام را رسيدلى دى.
په دغه پيغام کې د روسيې جمهور رييس د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب جمهور رييس غني، د قربانيانو کورنيو او د افغانستان خلکوته څرګندکړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ