کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د ننګرهار له پلورنځيو نن د غير روغتيايي غوښو راټولول پيل شول.
په دغه پروګرام کې د جلال اباد ښاروالي او دعامې روغتيا رياست د څېړنې ځانګړې ډلې د ننګرهار په بازار کې غوښه وڅارله .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل، چې د څېړنې يوې ډلې په لسګونو ټنه غير روغتيايي اوخوسا شوې غوښې د ښار له پلورنځيو راټولې کړې دي.
هغه وويل: پلورونکو ته يې خبر دارى ورکړى، چې د ناروغو او خوسا چرګانو په غوښو لاس پورې کوونکي به له قانون سره سم مجازات شي.
ختم_ شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ