ټولنه

په سمنګانو کې دپستې ځنګلونو ته پراختيا ورکول کيږي .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دکرنې اوبولګولواومالدارۍ وزارت په سمنګانو کې د پستې دځنګلونودپراختيا لپاره هڅه کوي .
  دغه وزارت دملي بڼوالى  دبنوالي دملي پروژې  له خوا او د ځنګلونو دپراختيا په مقصد ديوې مياشتې په بهير کې  دحضرت سلطان  ، خرم سارباغ او دبر دره صوف او کوز دره صوف  په ولسواليو کې  درې سوه پنځلس  جريبه ځمکه کې  تخم کرلې دي .
  ددغې پروژې  مسوول عبدالحميد  خيرخواه دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه پروژې کې  څه ناڅه دوه مليونه  افغانۍ لګيدلي دي چې په سلو کې شل يې دخلکو اوپاتې يې دنړيوال  بانک له خوا  ورکړل شوي دي .
  ده زياته کړه  دهغوساحو دساتنې لپاره چې نوى پکې دپسته کرل شوى دى .
د دغې پروژې شپيتو شاملو بڼوالوته يو ويشت زره سيمي جالۍ هم ويشل شوې دي .
سمنګان دبادغيس  له ولايت څخه دافغانستان په کچه دويم ولايت دى چې دپستې ډير زيات ځنګلونه لري او دکرنې اوبو لګولو اومالدارى  دادارې دمسوولانو دڅرګندونوله مخې  دغه ځنګلونه دسمنګانو ولايت داوسيدونکو دعوايدو ښه منبع شميرل کيږي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته