سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم : ټول بايد دانتخاباتو په ملي بهير ګې ګډون وکړي

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن داجراييه رياست له دويم مرستيال محمد محقق سره وکتل او له سرغړونې  پرته دانتخاباتو د ترسره کولو په باب يې  خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. ددغو خبرو اصلي محور دامنيتي حالت دڅرنګوالي څيړنه دشفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کول او په هېواد کې دروانو سياسي حالاتو څيړل و .
دواړو لورو په دې کتنه کې په خپل وخت  او له سرغړونو څخه پرته دانتخاباتو ترسره کول يې په هېوادکې دحالت دښه والي لپاره  مهم او ارزښتناک   وبلل .
دوى ټينګار وکړ چې ټول  بايد په دې ملي بهير کې  ګډون وکړي
په همدې  موخه دې  هڅه وشي چې دخلکو ترمنځ دانتخاباتو چارې زيات سمون ومومي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته